Home » افغانستان » بريتانيا له افغانستان څخه د تخليې په علمياتو کې خپلې تېروتنې تائيد کړې

بريتانيا له افغانستان څخه د تخليې په علمياتو کې خپلې تېروتنې تائيد کړې

د بريتانيا بهرنيو چارو وزارت تائيد کړې، چې په افغانستان کې د جمهوري نظام له سقوط سره له دې هېواد څخه د بريتانوي پوځيانو د وتلو پرمهال، د خلکو د تخليې په عملياتو کې ډېرې تېروتنې شوي.

ګارډين ورځپاڼې په دې اړه خپل راپور کې ويلي، دې وزارت د تخليې په عملياتو کې د تېروتنو ترڅنګ دا هم منلې، چې برېتانيې د ډېرو هغو افغانانو پرمخ خپله دوازه تړلې، کوم چې يې د تېرو څو کلونو پرمهال په افغانستان کې د برېتانيې له ماموريت سره همکاري کړې ده.

د بريتانيې بهرنيو چارو وزارت ويلي، په اوس کې يادو پاتې شوو افغانانو ته دا ډاډ نه شي ورکولی چې برېتانيا دولت به دې هېواد ته د يادو کسانو د ور لېږدولو زمينه برابره کړي.

ګارډين ويلي، چې تر دې دمه ۵زره افغانانو ته اجازه ورکړل شوې چې بريتانيې ته لاړ شي او له دې وړاندې هم ۵زره نور کسان واک ته د طالبانو له رسېدو سره هم‌مهاله دې هېواد ته بيول.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...