Home » افغانستان » بريتانيا له افغانستان سره د ۷۵ ميليونه پونډه مرستې اعلان کړی

بريتانيا له افغانستان سره د ۷۵ ميليونه پونډه مرستې اعلان کړی

برېتانوي چارواکو خبر ورکړی چې هېواد يې له افغانستان سره د ۷۵ ميليونه پونډه په اندازه مرسته کول غواړي. دغه مرسته چې د بريتانيا له لوري تازه اعلان شوې، ۹۹.۵ ميليونه ډالر کېږي او په افغانستان کې ۱.۸ ميليونه وګړو ته په بشري برخه کې بسنه کولی شي.

دغه اعلان د بريتانيا بهرنيو چارو وزيرې ليز تراس د لېوپول په جي۷ غونډه کې کړی دی. نوموړي څرګنده کړې چې دا پيسې به په افغانستان کې خلکو ته د خوراکي توکو، سرپنا، درملو او د څښاک پاکو اوبو پر برابرولو ولګېږي.

د يادو مرسته شويو پيسو د لګولو مېکانيزم په اړه زياته شوې، چې دغه پيسې به د خوړو نړيوال سازمان، د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق او نورو نړيوالو خېريه بنسټونو له لوري ولګول شي.

برېتانيا داسې مهال له افغانستان سره د يادې مرستې اعلان کوي چې ملګرو ملتونو او نورو نړيوالو بنسټونو د ژمي او سختې يخنۍ له امله په افغانستان کې د بشري ناورين د سختېدو اټکل کړی دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...