په بلخ کې د عبدالرووف په نامه د انسان تښوونکو له لوري برمته شوی ماشوم، د امنيتي ځواکونو د هڅو په ترڅ کې پيدا او له ژغورل کېدو وروسته نن شنبه د (غويي په ۳مه) خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.
د اسلامي امارت چارواکو په دې اړه خپل ټوېټر کې لېکلي، کشپي ځواکونو وکولی شول چې د نوموړي موقعيت تثبيت او د يو لړ عملياتو په ترڅ کې يې روغ رمټ وژغوري.
عبدالرووف د ۱۳۹۹ لمريز کال د لړم په ۱۱مه په مزار شريف ښار کې د انسان تښتوونکو له لوري برمته شو او برمتهکوونکو يې د نوموړي د خلاصون په بدل کې له کورنۍ څخه د ۱ ميليون ډالرو غوښتنه کوله.