Home » سیمه او نړی » برازیل حکومت: د دې هېواد ټول وګړي به د کرونا ضد واکسین شي

برازیل حکومت: د دې هېواد ټول وګړي به د کرونا ضد واکسین شي

د راپورونو له مخې په برازیل هېواد کې د کرونا ویروس د پیښو له ډېریدو سره سم د یاد هېواد حکومت اعلان وکړ چې په ۲۰۲۱ م کال کې به د برازیل پر ټولو وګړو د کرونا ویروس پر ضد واکسین تطبیقیږي.

د معلوماتو له مخې د برازیل هېواد نفوس ۲۱۲ میلیونه ښودل شوی چې تر دې دمه پورې د یاد هېواد شپږ میلیونه او اوه لکه کسان په کرونا اخته شوي دي.

د دې هېواد روغتیايي چارواکي وايي د کرونا ویروس له امله یو لکو او ۷۸ زره کسان مړه شوي دي.

د برازیل حکومت د کرونا ویروس پر وړاندې د واکسین کولو څو نیټې ښودلي په لومړي ځل ویلي وو چې په مارچ کې به د یاد ویروس پر وړاندې واکسین تطبیقیږي، موده وروسته بیا د جنورۍ او فبرورۍ میاشتې وښودې.

د حکومت پر دغو کړنو او اقداماتو ډېرې نیوکې شوي دي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...