د رئيسالوزرا لومړي مرستيا او د اقتصادي چارو کمېسيون رئيس ملا عبدالغني برادر بهرنيو چارو وزارت ته لارښوونه کړې چې له قطري مسوولانو سره د کابل هوايي ډګر د مديريتي چارو سمبالولو قرارداد د عقد وخت مالوم کړي.
ځينو رسنيو د برادر په حواله راپورونه خپاره کړي او ويلي يې دي، چې نوموړي بهرنيو چارو وزارت ته لارښوونه کړې څو د ياد قرارداد د لاسليک په موخه دې د وخت له مالومولو وروسته د قطر چارواکي هم په جريان کې کړي.
د راپورونو له مخې برادر دغه راز د بهرنيو چارو وزارت په شمول کورنيو چارو، د سوداګرۍ او صنعت وزارتونو او د استخباراتو رياست ته دنده سپارلې چې افغانستان ته د بهرنيو پانګوالو د راتګ پرمهال دې د وېزې او نورې اړينې اسانتياوې ورته برابرې کړي.
ملا عبدالغني برادر داسې مهال د کابل هوايي ډګر قرارداد په اړه له قطر سره د وخت د تنظيمولو لارښوونه کړې، چې د بيبيسي له لوري په يوه خپره شوې وېډيو کې قطري ځواکونه ښکاري او د کابل په هوايي ډګر کې پر تمريناتو بوخت دي.
خو اسلامي امارت بيا د يادې وېډيو په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.