Home » سیمه او نړی » بایډن په افغانستان کې پوځي حضور غیرضروري وباله

بایډن په افغانستان کې پوځي حضور غیرضروري وباله

د امریکا ولسمشر، جو بایډن په دې وروستیو کې په یو خبري کنفرانس کې ویلي چې د افغانستان له اشغال پرته د داعش د کنټرول لپاره نورې لارې شته او په افغانستان کې یې پوځي حضور غیر ضروري بللی دی.

بایډن دا څرګندونې د کینیا له ولسمشر سره په یوه خبري کنفرانس کې د یو خبریال د هغې پوښتنې په ځواب کې مطرح کړې چې «کینیا څنګه هایتي ته د پوځیانو د استولو ژمنه کوي، په داسې حال کې چې د ده په مشرۍ امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه ووتل.؟»
خبریال د امریکا دغه تګلاره دوه مخي بللې او له بایډن یې د وضاحت غوښتنه کړې ده.

خو بایډن وویل: “ډیر اسانه. همدا لامل دی چې افغانستان د امپراتوریو هدیره بلل کېږي. دا امکان ډېر کم دی چې څوک به افغانستان متحد کړي.”

هغه دوه کاله وړاندې هم ورته څرګندونې کړې وې او ویلي یې وو چې افغانستان «یووالي ته لېوال نه دی»، همدا یو پیاوړی لامل دی، چې د «امپراتوریو په هدیره» بدل شوی دی.

بایډن د کینیا له ولسمشر سره په خبري غونډه کې همداراز ویلي چې د افغانستان له اشغال پرته د داعش د کنټرول لپاره نورې لارې شته.

په افغانستان کې د داعش فعالیت د ډېرو هېوادونو لپاره د اندېښنې وړ دی.

په افغانستان کې د داعش وروستی برید په بامیانو ولایت کې پر بهرنیو سیلانیانو وشو، چې په پایله کې یې د دریو بهرنیو اتباعو په ګډون شپږ کسان ووژل شول.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

نتانیاهو: که حماس پاتې برمته شوي کسان راخوشي نه کړي بیا غزې ته ستنیږو

د اسراییلو صداعظم بنیامین نتانیاهو ...