Home » افغانستان » بایډن: د افغانستان وضعیت له نږدې څارو او پر وخت اقدام کولی شو
رویداد خبري آژانس
د امریکا ولسمشر جو بایډن

بایډن: د افغانستان وضعیت له نږدې څارو او پر وخت اقدام کولی شو

نوموړي د بن لادن د وژلو د لسم تلین په مناسبت په تازه څرګندونو کې ویلي چې امریکا په افغانستان کې خپلو موخو ته ورسېده او په دې بریالۍ شوه چې د القاعده شبکې غړي او مشران له منځه یوسي او په کافي اندازه یې دغه ډله کمزورې کړې.

جو بایډن ویلي چې له افغانستان به یې ټول سرتېري وځي، ځکه دوی خپلو موخو ته رسېدلي دي او باید د امریکا تر ټولو اوږده جګړه ختمه کړل شي.

جو بایډن دغه راز ټينګار کړی چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې به ترهګریز فعالیتونه څاري او په خبره یې افغانستان به یې تر مستقیم څار لاندې وي او هره شېبه چې ترهګرې ډلې ګواښ جوړوي دوی یې پر وړاندې اقدام کولی شي.

نوموړي یو ځل بیا ویلي چې ماموریت یې په افغانستان کې بریالی و.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...