Home » سیمه او نړی » بايډن: اوکراين کې د روسيې خلاف جګړه نه کوو؛ خو ناټو ته يې لنډ هم نه پرېږدو

بايډن: اوکراين کې د روسيې خلاف جګړه نه کوو؛ خو ناټو ته يې لنډ هم نه پرېږدو

د امريکا ولسمشر جوبايډ يو وار بيا د روسيې پر ولسمشر ولاديمير پوتين سختې نيوکې کړي او ويلي يې دي چې پوتين په خورا ظالمانه ډول غواړي چې نړۍ د خپل ځان پر لور ور ماته کړي.

نوموړي د امريکا د کانګرېس کلنۍ غونډې (State of the Union) ته په خبرو کې ويلي، پر اوکراين د روسيې بريد تېروتنه ده او په خبره يې امريکايي پوځيان به په هېڅ صورت په اوکراين کې د روسي پوځ پر خلاف جګړه ونه کړي؛ خو بايډن زياته کړه که ولسمشر پوتين د ناټو غړو هېوادونو پر لور حرکت وکړي، نو امريکا په هر قيمت د متحدانو دفاع ته چمتوو ده.

ولسمشر بايډن د روسيې خلاف په اوکراين کې روان مقاومت ستاينه وکړه او زياته يې کړه چې د امريکا ولس يې هر وخت ترڅنګ ولاړ دی.

نوموړي د خپلې وينا په ترڅ کې د يادې جګړې پرمهال روسيې د اوښتو زياتونو په اړه هم وضاحت وړاندې کړ. د بايډن په خبره، تر دې مهاله د روسيې ټول بانکونه له نړيوال مالي (SWIFT) سيسټم څخه باسلي دي.

نوموړي ټينګار وکړ چې د بنديزونو په لړ کې به ټکنالوژۍ ته د روسيې لاسرسی محدود کړي او په دې توګه به په راتلونکو څو کلونو کې د دغه هېواد اقتصاد او پوځي ځواک دواړه کمزوري شي.

پر اوکراين د روسيې د بريد ۷ ورځې کېږي او له دې کبله پر نوموړي هېواد د امريکا او لوېديځ هېوادونو د اقتصادي بنديزونو وضعه کول دوام لري.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...