د پاکستان د پوځ لوی درستز جنرال قمر جاوېد باجوه وايي، په افغانستان کې وبشري وضعيت ته په پام سره اړتيا ده چې د مرستو رسولو لپاره بايد يو بشپړ ميکانېزم رامنځته شي.
نوموړي دا څرکندونې پرون دوشنبه د (مرغومي په ۲۰مه) د سعودي عربستان د دفاع وزارت له سلاکار جنرال تلال عبداللله الاطایبي سره په لېدنه کې کړي دي. باجوه زياته کړې چې د مرستو رسولو يو منظم ميکانېزم کولی شي چې په افغانستان کې د بشري ناورين مخنيوی وکړي.
په همدې حال کې د الاطيبي هم په افغانستان کې بشري وضعيت د اندېښنې وړ بللی او د يادو اندېښنو د رفعه کولو په موخه، افغانستان د بشري مرستو پر لېږلو ټينګار کړی دی.