ایټالیا پرون دوشنبه (د کب ۱۸مه نېټه) تر ۶۵ کلونو پوخ عمره کسانو ته د اسټرا-زینیکا په نوم د کووېډ-۱۹ ضد واکسین لګولو ته رسمآ اجازه ورکړه.
د دغه هېواد روغتیا وزارت په یوه اعلامیه کې وویل چې دغه واکسین د ۶۵ کلنو او تردې پوخ عمره کسانو ته خوندي دی.
دا په داسې حال کې ده چې ګڼو اروپايي هېوادونو هغو کسانو ته چې عمرونه یې تر ۶۵ کلونو زیات دي، اسټرا-زینیکا واکسین لګولو ته اجازه نه ده ورکړې.
دوی ویلي، د دغه واکسین د خوندیتوب لپاره کافي شواهد نه لري، خو په وروستیو کې د دغه واکسین په اړه ځیني مثبتې څېړنې د دې لامل شوې چې ځینې هېوادونه خپله پرېکړه بېرته واخلي.
په ایټالیا کې پرون په کرونا ویروس د مړو شمېر تر یو لکو واوښت.