د ایران د بشري حقونو سازمان«هنګاو» وایې، چې د ایران حکومت په بېلابېلو زندانونو کې د دوو افغانانو په ګډون نهه کسان اعدام کړي دي.
د یاد سازمان څخه پرون(چهارشنبه،۲۱د لېندۍ) په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې، د عبدالله تاجیک او د عبدالمهدي رشاد امیري په نامه دوه افغانان د مخدره موادو د قاچاق په تور د ایران په کرج او د قم مرکزي زندانونو کې اعدام شوي دي.
د یاد سازمان د مالوماتو پر اساس په روان ۲۰۲۴ کال د پیل راهیسې د ایران حکومت په دغه هیواد کې ۶۳ افغانان د مختلفو جرمونو په تور اعدام کړي دي.
له دې وړاندې نړېوالې ټولنې او د بشر حقونو سازمانونو له ایران غوښتي و، چې په دغه هیواد کې دې د اعدامونو لړۍ ودروي خو له دې هر څه سره سره بیا هم په ایران کې د اعدامو لړۍ چټکه شوې ده.