د ایران د بشري حقونو ادارې اعلان کړی چې یاد هېواد د دوو افغانانو په ګډون اته کسان اعدام کړي دي.
د دې ادارې په وینا، اعدام شوي کسان په نشهيي توکو، جنسي تېري قصدي وژلو او دېته ورته جرمونو تورن شوي وو.
ورته مهال د ایران د بشري حقونو ادارې په خپل کلني راپور کې ویلي چې ایران په تېر ۲۰۲۴کال کې ۹۷۵ کسان اعدام کړي چې ۸۰ افغانان هم پکې شامل و.
د راپورونو له مخې، له چین وروسته ایران په نړۍ کې هغه هېواد دی چې ډېر کسان پکې اعدامېږي.