ایراني پولیسو ویلي، ایراني چارواکو په عامه ځایونو کې د هغو ښځو د څارنې لپاره د څار کامرې لګول پیل کړي، چې په وینا یې حجاب نه لري.
پولیس زیاتوي، هغه ښځې چې د بېحجابۍ له کبله معلومې شي، لومړی به د خپلو وېښتانو د نه پټولو له کبله یو متني پیغام ترلاسه کوي.
ایراني پولیسو ویلي د دوی دا کار به یې د “حجاب د قانون د مقاومت” مخنیوي کې مرسته وکړي.
تېر کال په ایران کې وروسته تر هغه لوی لاریونونه پیل شول، چې کردۍ مهسا امیني د ایران د اخلاقو اړوندو پولیسو ونیوله او د دوی په بند کې مړه شوه.
له هماغه وخت راهیسې ګڼو ایراني ښځو د حجاب نه اغوستلو پرېکړه وکړه، که څه هم د دوی د نیولو وېره ډېر ده، خو دوی په لویو ښارونو کې د حجاب نه مراعاتولو هوکړه کړې ده.
په ایران کې د ۱۹۷۹ کال له کودتا راهیسې د قانون له مخې، ښځې باید خپل وېښان په حجاب کې پټ کړي.