Home » سیمه او نړی » ایراني پولیسو په دغه هېواد کې د ځانمرګي برید په تور یو کس نیولی

ایراني پولیسو په دغه هېواد کې د ځانمرګي برید په تور یو کس نیولی

ایراني چارواکو پرون (یکشنبې، د مرغومي ۹مه) ویلي چې په دغه هېواد کې یې د ځانمرګي برید په تړاو یو کس نیولی دی.

دا ځانمرګی برید وړمه ورځ د ایران هرمزګان ولایت د لنګه بندر کې وشو چې له امله یې د ایران د پولیسو د اطلاعاتو د مشر، مجتبی شهیدي تختي ووژل شو.

د هرمزګان د عدلي او قضایي ادارې مشر، مجتبی قهرماني ویلي چې د دې پېښې په تړوا یو کس نیول شوی او څېړنې ترې روانې دي. نوموړي د نیول شوي کس د هویت په اړه څه نه دي ويلي.

د سایټ د استخباراتي ډلې د راپور له مخې، د انصار الفرقان بېلتون غوښتونکې ډلې په ټلګرام د یو پيغام په خپرولو سره د دغه برید مسوولیت منلی دی.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...