Home » سیمه او نړی » ايمانوېل مکرون د ټاکنو په ګټلو سره د دويم ځل لپاره د فرانسې ولسمشر شو

ايمانوېل مکرون د ټاکنو په ګټلو سره د دويم ځل لپاره د فرانسې ولسمشر شو

وروسته له هغې چې د تېرې مارچ په وروستيو کې د فرانسې ولسمشريزې ټاکنې د پنځوس جمعه يو نه پوره کېدو له امله دويم پړاو ته لاړې، نو ايمانوېل مکرون او مارين لي‌پين د ياد پړاو دوو مطرحو نوماندانو په توګه سيالي پيل کړه.

د ټاکنو دويم پړاو پرون شنبه ترسره شو او په کې د سهار له اتو تر د شپې اتو بجو پورې د فرانسې خلکو د رايې ورکولو په مرکزونو کې رايه وکاروله.

د يادو ټاکنو د پايلو له مخې، ايمانوې مکرون د ټولو کارول شوو رايو ۵۸.۵۵ سلنه رايې خپلې کړې. خو ښي اړخې سيالې يې مارين لي‌پين بيا، د ۴۱.۴۵ سلنه رايو پر خپلولو توانېدلې.

ايمانوېل مکرون په پارېس د ټاکنو د پايلو له اعلان وروسته ويلي، چې پر پلويانو سربېره يې نورو فرانسويانو هم د دې لپاره رايه ورکړې چې د سختدريځې مارين لي‌پين د بريا مخه ونيسي.

له دې سره ميرمن لي‌پين هم خپله ماتې منلې؛ خو ويلي يې دي چې په راتلونکو پارلماني ټاکنو کې د زياتې بريا ترلاسه کولو په موخه به يې مبارزه جاري وي.

د اروپا او امريکا په شمول د نړۍ ګڼو هېوادونو مشرانو ايمانوېل مکرون ته د دويم ځل لپاره د فرانسې ولسمشر کېدو له امله مبارکۍ او پېروزينې لېږلي دي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...