ځينو ايراني رسنيو راپور ورکړی چې په تهران کې د افغانستان سفير او يو شمېر کارکوونکي له دې هېواد څخه وتلي او اورپا ته تللي دي، چې دې کار د سفارت په کارونو کې خنډ او ځنډ رامنځته کړی.
رسنيو زياته کړې، ايران په پام کې لري چې په تهران کې د افغانستان سفارت اسلامي امارت ته ورمحول کړي څو د دغه سفارت چارې په عادي ډول مخته لاړې شي.
په راپورونو کې ويل شوي، د ايران دولت د اسلامي امارت حکومت په رسميت نه پېژني؛ خو سفارت په موخه ياد لوري ته ورمحولوي، چې په ايران کې د ميشتو افغانانو ستونزو او کارونو ته پر وخت رسېدنه وشي.
دامهال د بهرنيو چارو سرپرست وزير اميرخان متقي په مشرۍ يو پلاوی ايران تللی، څو د دې هېواد له چارواکو سره د سياسي او اقتصادي تعاملاتو په اړه بحث وکړي.