Home » اقتصادی » ايران او پاکستان له افغانستان سره د اقتصادي اړيکو د جاري ساتلو پرېکړه کړې

ايران او پاکستان له افغانستان سره د اقتصادي اړيکو د جاري ساتلو پرېکړه کړې

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د بل هر وخت په پرتله اقتصادي وضعيت تر ټول ځوړ حالت ته راغلی، خو ايراني او پاکستاني چارواکي بيا په خپلو کې سلا شوي چې له افغانستان سره به اقتصادي راکړه ورکړه جاري ساتي.

د ايران بهرنيو چارو وزارت مرستيال علي باقري کني پرون سې‌شنبه د (تلې په ۱۳مه) اسلام‌اباد ته تللی او دغلته يې له پاکستاني له بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي سره پر خپلمنځي اړيکو سربېره د افغانستان اقتصادي او بشري وضعيت په اړه هم خبرې کړي.

د دواړو لوريو په لېدنه کې پرېکړه شوې، چې پر بشري مرستو سربېره به دواړه هېوادونه له افغانستان سره خپلې اقتصادي او سوداګريزي اړيکې هم جاري ساتي، څو په خبره يې په دغسې کړکېچن وضعيت کې د سوداګرۍ ګراف ثابت وساتل شي.

دوی زياته کړې چې دا پرېکړه يې په دې موخه کړې، څو د افغانستان اقتصاد له سقوط وژغوري.

دا په داسې حال کې ده چې پرون سې‌شنبه د ايران بشري مرستو بله محوله هم افغانستان ته را ورسېده چې پر خوراکي توکو سربېره په کې د پوشاک او روغتيايي توکي هم شامل وو.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...