Home » سیمه او نړی » انتوني بلېنکن خپل روسیي سیال سره نن په ایسلند کې ګوري
رویداد خبري آژانس

انتوني بلېنکن خپل روسیي سیال سره نن په ایسلند کې ګوري

ټاکل شوط د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو وزیران انتوني بلېنکن او سرګي لاوروف نن چهارشنبه (د غویي ۲۹مه نېټه) د لومړي ځل لپاره مخامخ سره وګوري.

دغه لیده کاته داسې مهال ترسره کېږي چې د نړۍ د دغو دوو سیالانو روسیې او امریکا ترمنځ اړیکې په کړکیچن حالت کې دي.

روسي چارواکو ویلي چې دغه دوه لوړپوړي ډيپلوماتان د شمال قطب شورا د غونډې په څنډه کې ملاقات کوي.

دا غونډه نن د ایسلند په پلازمېنه ریکياوېک کې جوړېږي.

د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو وزیران به راتلونکې میاشت د خپلو ولسمشرانو جوبایډن او ولادیمیر پوتین د احتمالي لیدو کتو په اړه هم خبرې وکړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...