Home » افغانستان » انتونيو ويتورينو: د افغانانو راتلونکي په اړه خواشينی يم

انتونيو ويتورينو: د افغانانو راتلونکي په اړه خواشينی يم

د ملګرو ملتونو د ګډوالۍ برخې مسوول انتونيو ويتورينو وايي، په افغانستان کې د افغانانو راتلونکي ته له اندېښنې سره دغه هېواد ته خپل دوه ورځنی سفر پای ته رسوي.

نوموړي نن تازه د (لړم په ۱۳مه) په خپل ټوېټر کې لېکلي، وضعيت ته په پام سره د عامو افغانانو د وضعيت په اړه اندېښمن دی. ويتورينو وايي، د ژمې را نږدې کېدل او دغه راز په افغانستان کې خراب بشري وضعيت ښايي د خلکو زيانمنېدو، له خپلو مېنو د زياتو افغانانو د بې ځايه کېدو او د دوی د لا زيات کړاو لامل شي.

 نوموړي داسې مهال په افغانستان کې د بشري وضعيت په اړه اندېښنه ښودلې چې د خوړو نړيوال سازمان په افغانستان کې اړمنو خلکو ته د خوراکي توکو رسولو په موخه د ۲سوه ميليونه ډالرو د اړتيا خبر ورکړی دی.

دې سازمان ويلي چې له پلان سره سم يې په افغانستان کې هغه کسان سروې کړي، چې د خوړو له کمښت سره مخ دي او په جدي توګه خوراکي مرستو ته اړتيا لري.

د خوړو نړيوال سازمان د پلان له مخې، په ۲۰۲۲ زېږديز کال کې به ۲۳ ميليونه هغو افغانانو ته د خوراکي توکو مرستې ورسوي چې د يادو توکو له کمښت سره مخ دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...