د ا.ا د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي سره په کتنه کې ویلي چې دوی به د دوحې د درېیمې غونډې د څرنګوالي له څېړلو وروسته خپل دریځ اعلان کړي.
امیر خان متقي په دې ناسته کې د ا.ا د ماناداره ګډون غوښتنه کړې ده.
تر دې مخکې ا.ا چارواکو ویلي وو، چې د دې غونډې لپاره یې خپل استازي ټاکلي او د دې غونډې اجنډا ترلاسه کولو ته په تمه دي.
د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۲مه) ویلي، چې توماس نیکلاسون په کابل کې له امیر خان متقي سره په کتنه کې د دوحې په درېیمه ناسته کې د ا.ا د ګډون پر «اهمیت» خبرې کړې او ویلي یې دي، چې په دې ناسته کې به پر مهمو مسایلو خبرې وشي.
ا.ا د دوحې درېیمه ناسته کې د مهمو مسایلو په اړه جزییات نه دي ورکړي.
د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې، امیرخان متقي ویلي، چې د ا.ا تګلاره د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د «توازن او مثبت تعامل» پر بنسټ ولاړه ده.