امریکا پر عربستان د حوثیانو بریدونه غندلي ديامریکا پر سعودي عربستان د حوثي یاغیانو وروستي بریدونه په کلکو ټکو غندلي دي.
حوثي یاغیانو ویلي چې د سعودي عربستان د تېلو پر تاسیساتو او نظامي اډو یې د اتلسو ډرون په وسیله بریدونه کړي دي.
حوثیان ادعا کوي چې په دې بریدونو کې یې عربستان ته مالي زیانونه اړولي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند بیا د حوثیانو دغه بریدونه په کلکو ټکو غندلي دي او په خبره یې حوثي یاغیان دې له ورته کړنو لاس په سر شي.
حوثیان داسې مهال پر سعودي عربستان دغه ډول بریدونه کوي چې عربستان د سولې او اوربند وړاندیز کړی و خو حوثیانو ویلي چې ددوی غوښتنې باید تر هر څه وړاندې ومنل شي او تر هغه وروسته به پر اوربند خبرې کوي.