Home » افغانستان » امریکا له افغانستانه د خپل ۴۱۰۰ پوځیان د ایستلو خبر ورکړی
رویداد خبري آژانس

امریکا له افغانستانه د خپل ۴۱۰۰ پوځیان د ایستلو خبر ورکړی

واشنګټن ــــ د امریکې د مرکزي کمانډ مشر پرون په عراق کې د خپلو پوځونو د کمولو تر اعلان څو ګنټې وروسته په افغانستان کې هم د خپلو ۴۱۰۰ پوځیانو د کمولو خبر ورکړ، چې ژمنه یې په تېره فرورۍ میاشت کې له طالبانو سره د سولې په تړون کې شوې وه.

جنرل کینیت فرېنک مېکنزي د شورو- چارشنبې په ورځ له وي او اې او دوو نورو امریکایي رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې د نومبر په پیل کې به په افغانستان کې د خپلو پاته ۸۶۰۰ پوځیانو شمېر ۴۵۰۰ ته را کم کړي:

“موږ په خپلو پاته څلورنیم زره پوځیانو هم خپل هغه کار تر سره کولای شو چې موږ یې تر سره کول غواړو او موږ تر هغه چې موږ یې اراده لرو ډېر ښه نیت ښوولی دی چې موږ نه غواړو په دې هېواد کې یو قبضه ګر پوځ و اوسو”.

د امریکا د دفاع وزیر مارک ایسپر تېره میاشت د امریکې فاکس نیوز ته ویلي وو، امریکا په پام کې لري چې د نومبر تر پایه په افغانستان کې خپل پوځیان تر پینځه زره را کم کړي.

جنرل میکینزي وویل، په افغانستان کې که څه سټرېټیجیکې او مهمې ګټې لري نو هغه دا دي چې په دې هېواد کې القاعده او داعش ډلې باید نورې پاته نه شي چې له هغه ځایه پر امریکا بریدونه وکړي.

افغان حکومت لا هم د امریکایي پوځونو د کمولو د اعلان په غبرګون کې څه نه دي ویلي، خو د ولسمشر غني لومړي مرستیال امرالله صالح له العربیه ټیلیویژن سره په خپله وروسته مرکه کې ویلي، بهرنیو ځواکونو ته زارۍ نه کوي چې په افغانستان کې پاته شي:

“موږ د امنیت ساتلو وړتیا لرو که یې نه لرو خو موږ غرب ته سوال نه کوو چې دلته پاته شي، دا د دوی په ژورو ګټو پورې اړه لري چې دلته پاتېږي، له اقتصادي او پرمختیایي پلوه، له سفارتي، سیاسي، استخباراتي او پوځي پلوه دا د دوی خپلې ګټې دي چې دلته پاته دي”.

جنرل کینیت مېکنزي تر دې اعلان څو ساعته وړاندې رسنیو ته وویل، چې له عراقه هم خپل ۲۲۰۰ پوځیان باسي، چې ټاکل شوې ولسمشر ټرمپ به یې ژر اعلان وکړي.

د خبري ادارې راېټرز د خبر ترمخه په عراق کې دا وخت ۵۲۰۰ امريکايي ځواکونه ګومارل شوي چې شمېر به يې ‌‌‌‌‌‌ډېر ژر ۳۰۰۰ ته راکم کړل شي.

جنرل مېکینزي د دې پوښتنې په جواب کې- چې په افغانستان کې څه بدل شوي دي- اعتراف وکړ او ویې ویل “طالبانو تر اوسه هم په بشپړه توګه نه ده څرګنده کړې چې دوی له القاعده ډلې سره اړیکې پرې کوي” او لا یې هم “پر افغان امنیتي ځواکونو بریدونو ته دوام” ورکړی دی.

امریکې په داسې وخت کې په افغانستان کې د خپلو پوځونو د کمولو اعلان کړی چې ټاکل شوې په نیژدې ورځو کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې بین الافغاني خبرې پیل شي. د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاده وار له مخه د دغو خبرو په پیلېدو کې د مرستې لپاره قطر ته رسېدلی دی.

د روان کال د فرورۍ په مياشت کې د امريکا او طالبانو ترمنځ په دوحه کې د سولې تړون لاسليک شوی وو چې له مخې يې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو شمېر په تېرو څو میاشتو کې له ۱۲۰۰ څخه ۸۶۰۰ ته راکم کړل شوی وو او اوس به څلور زره نور هم کم کړل شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...