د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چې په مسکو کې جوړيدونکي غونډه په دوحه کې د بين الافغاني مذاکراتو ځای نه نيسي.
د امريکا متحده ایالاتو د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې وياندې جيلينا پورتر د يوې خبري غونډې پر وخت وويل چې په مسکو کې د پنجشنبې په ورځ جوړيدونکي غونډه «په دوحه کې د روانو مذاکراتو ځای نه نيسي.»
دا په داسې حال کې ده چې له افغان حکومت د عبدالله عبدالله په مشرۍ پلاوی نن چهارشنبه (د کب ۲۷ مه نېټه) چې ګڼ سیاسي شخصیتونه هم په کې شامل دي د روسیې په لورې روان شول.
د ملي پخلاینې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د افغان پلاوي غړي د روسیې فدراسیون ته روان دي، چې د افغانستان د سولهییز جوړجاړي په اړه د مسکو په کنفرانس کې برخه واخلي.
عبدالله عبدالله لیکلي:” مونږ د یوه بریالي کنفرانس او له طالبانو سره د نظر تبادلې په لټه کې یو، او دغه کنفرانس د دوحې د خبرو اترو پر پراختیا، تاوتریخوالي کمولو او شخړې د پای ته رسولو لپاره ترسرسه کېږي.”
بلخوا په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم څرګنده کړې؛ د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ لس کسیز طالب پلاوی نن چهارشنبه مسکو ته روان شوی او ټاکل شوې، چې په مسکو کې د افغان سولې په اړه ترسره کېدونکې ناسته کې ګډون وکړي.
تيره اونۍ د روسيې د بهرنيو چارو وزير هم ويلي ول چي په مسکو کي د افغانستان په اړه غونډه له قطر يا نورو هيوادونو سره رقابت نه دی.
لاوروف د ترکيې او قطر د بهرنيو چارو وزيرانو مولوت چاووش اوغلو او محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره په گډ خبري کنفرانس کي ويلي ول: «موږ ټول علاقه مند يوو چي د افغانستان غميزه هرڅومره ژر چي کيږي پای ومومي.»
هغه وويل: «دا د يموکراتيک سازۍ د پايلو يوه بله نمونه ده چي غير سيمه ايز هيوادونه هڅه کوي چي په عمل کي يې پياده کړي.»