د امریکا د ملي امنیت سلاکار ‘جک سولیوان’ ویلي، چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان د خوندیتوب ضمانت نشي کېدای.
جک سولیوان زیاته کړې، زموږ د ځواکونو له وتلو وروسته د وضعیت ارزونه نشي کېدای، چې جګړه به ادامه لري یا نه.
جک سولیوان، چې د یکشنبې پر ورځ یې له ‘فاکس نیوز’ ټلوېزیون سره مرکه کوله، ټینګار وکړ، چې امریکا به د افغانستان د راتلونکې د نهتضمین کېدو ترڅنګ په دغه هېواد کې د ترهګرۍ پر ګواښونو تمرکز کوي.
د سولیوان په وینا، چې واشنګټن د افغان پوځ ښه روزنه کړې او سرچینې یې ورته برابرې کړې دي.
د امریکا د ملي امنیت سلاکار دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې د دغه هېواد ولسمشر جو بایډن د راتلونکې سپتمبر میاشتې ۱۱مه له افغانستانه د ټولو ځواکونو د ایستلو نېټه بللې ده.
بلخوا د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، چې افغان امنیتي ځواکونه د دې وړتیا لري، چې د نظام او هېواد ساتنه په خپله وکړي.