Home » افغانستان » امریکا او برېتانیا؛د طالبانو لخوا د رسنیو ګواښل په کلکو ټکو غندلي
رویداد خبري آژانس

امریکا او برېتانیا؛د طالبانو لخوا د رسنیو ګواښل په کلکو ټکو غندلي

امریکا او برېټانیا په خپره شوې اعلامیه کې ویلي په داسې حال کې چې وسله والو طالبانو جګړې شدیدې کړې دي اوس غواړي رسنۍ چوپ کړي او له بېلو لارو یې د دوی د چوپ کولو هڅه کړې ده.

دغه دواړو هېوادونو د وسله والو طالبانو دغه عمل په کلکو ټکو غندي او له یادې ډلې غواړي چې نړیوالو بشري حقونو ته درناوی وکړي.

د امریکا سفارت په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې طالبانو تل حقایق نه دي منلي او هڅه یې کړې د افغاني ټولنې د حقایقو له برسېره کېدو سره مخالفت وکړي.

وسله والو طالبانو د یادو سفارتونو پر څرګندونو غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې وړاندې یې رسنیو ته خبرداری ورکړی چې د تبلیغاتو وسیله دې نه کېږي او راپورونه دې په بې طرفۍ وړاندې کړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...