د امریکا هېواد د دفاع وزیر لوید آستن په یوه غونډه کې وویل چې دوی په تیزی او په بې نظمه ډول له افغانستانه نه وزي.
د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر آستن دغه خبرې د ناټو غړو هیوادونو د دفاع وزیرانو په وروستۍ دوهمه غونډه کې وکړې.
لوید آستن ویلي چې امریکا د دپلوماتیکي لارې د جګړې پای ته رسېدو ته ژمن دي.
په دغه غونډه کې د امریکا هېواد د دفاع وزیر لوید آستن ناټو ته ډاډ ورکړی چې متحده ایالات د دغه پروسې په جریان کې له خپلو شریکانو سره مشورې ته ژمن دي.
راپورونه وايي د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو د دوحې تړون له مخې په پام کې ده ټول امریکايي سرتیري تر راتلوونکي می میاشتې له افغانستان څخه ووزي خو د ناټو سرمنشي تیره ورځ وویل چې د می د میاشتې د لومړۍ نېټې ضرب الاجل په نژدې کیدو سره به ناټو د متحدینو په توګه مشورو او همغږۍ ته دوام ورکړي.