د امريکا متحده ايالاتو بهرنيو چارو وزارت يو وار بيا په افغانستان کې د طالبانو په مشرۍ د حکومت په رسميت پېژندلو موضوع را برسېره کړې او ويلي يې، چې د دغه کار لپاره د امريکا او نړيوالو له لوري د ترسيم شويو شرطونو منل اړين دي.
د بهرنيو چارو وزارت وياند نېډ پرايس پرون سېشنبه د (مرغومي په ۲۱مه) خبريالانو ته ويلي، که طالبانو هڅه کوي چې د نړيوالو له لوري يې حکومت په رسميت وپېژندل شي، نو هغه شرايط دې ومني چې له وړاندې ورته وضعه شوي دي.
نوموړي زياته کړې چې د يادو شرطونو له ډلې يو عمده هغه يې په افغانستان کې د يوه داسې ټولشموله دولت رامنځته کول دي، چې ټول افغانان په کې ځان وګوري او اړتياوو ته يې ځواب ووايي.
پرايس زياته کړې، د امريکا په شمول نړيواله ټولنه د طالبانو کردار چې څنګه او څه ډول کړې ژمنې عملي کوي؟ څاري.
تر اوسه اسلامي امارت په دې اړه څه نه دي ويلي، خو وړاندې يې ويلي وو چې د يوه پراخ بنسټه حکومت د رامنخته کولو په موخه يې هڅې لا هم روانې دي.