د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړی استازی توماس وسټ وايي، د انتاليا ډيپلوماسۍ فورم د غونډه په لومړی ورځ يې د اسلامي امارت پلاوي په شمول، د ګڼو هېوادونو له استازو سره او بهرنيو چارو وزيرانو سره ليدلي دي.
نوموړي په دې اړه خپل ټوېټر کې لېکلي، مقابلو لورو سره په يادو ليدنو کې چې د افغانستان اړوند مسايل په کې بحث شوي، له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې د دخيل پاتې کېدو په اړه د خپلو شريکانو ليد لوری شريک کړی دی.
توماس وسټ که څه هم په وروستيو کې د افغان نجونو او هلکانو پر مخ د پوهنتونو دروازو پرانيستل ښه او مثبت ګام بللی؛ خو ټينګار يې کړی چې په افغانستان کې د بشري حقونو او لاسته راوړنو خونديتوب، د خلکو بډايي او دغه راز په حکومت کې د دوی مشارکت په موخه ډېر نور کار ته هم اړتيا ده.
له دې سره پرون جمعه د (کب په ۲۰مه) د افغانستان سرپرست بهرنيو چارو وزير اميرخان متقي ويلي وو، چې په افغانستان کې د بشري حقونو د تامين ترڅنګ حکومت هغه معيارونه هم پوره کړي، چې له مخې يې د نړيوالې ټولنې له لوري د حکومت په رسميت پيژندلو ته اړتيا ده.