وروسته له هغې چې د اسلامي امارت استخباراتو په يوه تازه اقدام کې د طلوع نيوز ټلوېزيون د خپرونو رئيس خپلواک ساپی، د خپرونو وياند بهرام امان او د دغه ټلوېزيون حقوقي سلاکار ونيو، ورسره له رسنيو او خبريالانو سره د اسلامي امارت پر چلند نيوکې زياتې شوې.
د افغانستان لپاره په دوحه کې مېشت د مريکا سفارت شارژدافېر يان مککيري له روېټرز خبري اژانس سره په مرکه کې ويلي، چې طالبان دې په افغانستان کې د خبريالانو تهديد او نيول ودروي.
نوموړي زياته کړې، چې د امريکا متحده ايالات هم له ملګرو ملتونو سره يو ځای په افغانستان کې د خبريالانو او د رسنيو کارکوونکو د نيول کېدو او يادو کسانو وېرولو له امله ګډه اندېښنه لري.
يان مککيري زياته کړې چې په اوسمهال کې له افغان خبريالانو سره د طالبانو چلند له هڅه سره متضاد عمل دی، چې يادې ډلې يې په اړه له نړيوالو سره ژمنې کړي دي.
د اسلامي امارت استخباراتو د طلوع نيوز کارکوونکي د پنجشنبې په ورځ ونيول او پرون جمعه د (کب په ۲۷مه) يې وروستی کس هم خوشی کړ.