د امريکا بهرنيو چارو وزارت په افغانستان کې د داعش خراسان ډلې د مشر ثنا الله غفاري پر سر ۱۰ ميليونه ډالر نغدي جايزه اعلان کړې ده.
دې وزارت ويلي چې غفاري له ۲۰۲۰ زېږديز کال راهيسې په افغانستان کې او سيمه کې د خورا سختو ترهګريزو بريدونو تر شا لاس لري. روېټرز خبري اژانس په دې اړه يوه خپاره کړي راپور کې ويلي، غفاري له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو په وروستيو کې پر کابل هوايي ډګر شوي خونړي بريد کې هم لاس درلود.
په راپور کې د امريکا بهرنيو چارو وزارت په حواله زياته شوې، چې د نوموړي پر سر د نغدي جايزې ترڅنګ به يې د نيولو او وژلو لپاره هڅې نورې هم زياتې شي.
ثنا الله غفاري تېر کال په نومبر کې د امريکا بهرنيو چارو وزارت له لوري د نړيوالو ترهګرو په نوملړ کې ور زيات شو.