په کابل کې د القاعده ډلې د مشر ايمنالظواهري له وژل کېدو وروسته، امريکايي چارواکو ادعا کړې چې د حقاني شبکې ځيني غړي پر دې خبر وو، چې نوموړی په کابل کې دی.
د امريکا د ملي امنيت سلاکار جک سوليوان له PBS ټلوېزيون سره په مرکه کې ويلي، د حقاني شبکې ځيني مهمو غړو په کابل کې د الظواهري د ځای او موجديت په اړه مالومات درلودل او په همدې اساس د امريکا له نظره د دوحې هوکړه په خپله طالبانو ماته کړې ده.
نوموړي زياته کړې، چې د امريکايي مسوولانو له لوري د ولسمشر بايډن په لارښوونه د الظواهري له منځه وړل د طالبانو په شمول ترهګرو ډولو ته دا ښکاره پيغام ورکوي، چې خوندي ځای به ونه لري، له افغانستان څخه به د ترهګريزو بريدونو د ترسره کولو په موخه کار وانشي خيستلی او په خبره يې، که هر چيرې د امريکا د ګټو خلاف واقيع شي نو امريکا به يې پر وړاندې چوپه پاتې نه شي.
سوليوان ويلي، امريکا پر الظواهري له ترسره کړي بريد سره دا وښوده، چې د هر وخت لپاره به د خپلو ګټو په خاطر له هوښيارۍ کار اخلي.
نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې ايا حقاني شبکه له نورو طالبان بېله ده؟ په داسې حال کې چې سراجالدين حقاني د طالبانو په مشرۍ د اوسني حکومت سرپرست کورنيو چارو وزير دی؛ ويلي، چې په اوس کې ټول طالبان د يوه حکومت له لارې ګډ مخته ځي؛ خو دا امکان لري چې طالبانو ځيني نور مهم غړي په کابل کې د الظواهري له موجوديت نه وو خبر او په خبره يې دا بحث اوس په کابل کې څرګندېږي او حقاني شبکې ته بايده دي څو نورو طالبانو ته روښانه کړي چې ولې يې الظواهري کابل ته راوستی و؟
سوليوان د خپلو خبرو په دوام سره زياته کړې، طالبان بايد خپلو ژمنو ته متوجې شي او امريکا به د دوی د خبرو پر ځای د دوی عمل له اروزولو سره د خپلو ګټو د خونديتوب په موخه پرېکړهکوونکو عمل کوي.
نوموړي له عامو افغانانو سره بشري مرستو ته هم اشاره کړې او ويلي يې دي، چې امريکا په افغانستان کې د اوسني بشري وضعيت په اړه په جريان کې ده او خپلې مرستې يې ورسره جاري ساتلي.
سوليوان زياته کړې، چې په اوسني وخت کې امريکا له افغانانو سره تر بل هر چا زياتې بشري مرستې کړي او د بشري مرستو يو لوی مرستندوی يې دی.