امريکايي چارواکي وايي، په افغانستان کې موجوده بشري وضعيت ته په پام سره په اسلاماباد کې د افغانستان په اړه د اسلامي هېوادونو غونډه ښه او پر وخت اقدام دی.
دا څرګندونې د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي توماس وسټ په خپل ټوېټر کې کړې دي. نوموړي ويلي چې په ياده غونډه کې د ګډون په موخه اسلاماباد ته رسېدلی دی.
توماس وسټ زياته کړې، له اجنډا سره سم ټاکل شوې چې د اسلامي همکاريو سازمان په نوموړې غونډه کې د افغانستان پر بشري وضعيت خبرې وشي او په خبره يې دا يو ښه نوښت دی.
د اسلامي همکاريو سازمان غونډه ټاکل شوې نن په اسلاماباد کې ترسره شي. په ياده ناسته کې د افغانستان په استازولۍ د بهرنيو چارو سرپرست وزير اميرخان متقي هم اسلاماباد ته رسېدلی دی.