Home » افغانستان » امريکا: د افغانانو ترمنځ د پخلاينې پروسې نه پيلېدل د خواشينۍ وړ خبره ده

امريکا: د افغانانو ترمنځ د پخلاينې پروسې نه پيلېدل د خواشينۍ وړ خبره ده

د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړی استاز توماس ويسټ وايي، د افغانانو ترمنځ د پخلاينې يوې جدي پروسې نه پيليدل خورا د خواشينۍ وړ خبره ده.

نوموړي پرون سې‌شنبه د (زمري په ۴مه) د افغانستان په اړه د تاشکند کنفرانس ته په خبرو کې ويلي، چې د ښځو له ملاتړ او له ټول‌شموله پروسې پرته په افغانستان کې د سولې او ثبات تامين ګران کار دی.

ويسټ زياته کړې، امريکا د هغو مذاکراتو ملاتړ کوي چې پر بنسټ يې د افغانستان نوي نسل لپاره د ټول‌ګډونوالي او روښانه راتلونکي تضمين کېدای شي.

نوموړي د افغانستان سرپرست حکومت له لوري له شپږم ټولګي د نجونو پورته ښوونځيو تړل نه توجه کيدونکی عمل وباله او ټينګار يې وکړ چې دغه نه دفاع کيدونکی بنديز بايد پايته ورسېږي.

هغه په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض دوام، د ښځو او خبريالانو پر کاري محدوديت هم اندېښنه وښوده او زياته يې کړه چې دا اندېښنې بايد د محدوديتو په لرې کولو سره رفعه شي.

له دې سره د بشري حقونو او ښځو په چارو کې د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړې استازې رينا اميري، چې د تاشکند په کنفرانس کې يې ګډون درلود هم د افغانستان امنیت، اقتصادي ثبات او سوله د ښځو د حقونو له ملاتړ، د ټولو قومي او مذهبي ټولنو پر وړاندې د تاوتریخوالي له پای ته رسېدو او د یوې ټول ګډونه سیاسي پروسې له ودې پرته ممکن نه دی بللی.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...