Home » افغانستان » امرخیل:د اعتماد جوړونې په موخه مسؤلین دې د قانون له مخې ټول معلومات ولس سره په ریښتیني توګه شریک کړي
رویداد خبري آژانس

امرخیل:د اعتماد جوړونې په موخه مسؤلین دې د قانون له مخې ټول معلومات ولس سره په ریښتیني توګه شریک کړي


د ننګرهار والي وایي، د اعتماد جوړونې په موخه مسؤلینو ته لارښوونه کړې چې د قانون له مخې ټول معلومات ولس سره په رښتیني توګه شریک کړي.

په ولسي چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار او د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل د سپتمبر په ۷ (د وږې ۱۷) د خپل کار په دفتر کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون کمېشنر حمدالله ارباب سره د لیدنې پر مهال ډاډ ورکړ چې په ولایتي ادارې د باور او اعتماد جوړونې په موخه به مسؤلینو ته جدي لارښوونه وکړي چې د قانون له مخې ټول معلومات ولس سره په رښتیني توګه او ټاکلې موده کې شریک کړي.

نوموړي دغه راز زیاته کړې، که په رښتیني او ټاکلې وخت خلک اطلاعاتو ته لاسرسی پیدا کړي، د فساد او بې عدالتۍ مخنیوی کیږي، علماؤ کرامو او د نورو قشرونو باور فضا زیاتیږي او له همدې امله د ولس او حکومت ترمنځ شته واټن لمنځه ځي.

همداراز اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون کمېشنر حمدالله ارباب د ننګرهار والي څخه مننه وکړه، چې په یاده برخه کې سپارښتنې کوي، همدا راز یې دې ولایت ته د یو رسمي سفر ترسره کولو ژمنه وکړه او د کمیسیون له لورې يې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...