امرلله صالح وايي، د افغان پيلوټانو وژنه ښکاره جنایت دی.
د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، په بهسود ولسوالۍ کې د څلورو پیلوټانو او د ځانګړو قطعاتو د پینځو منسوبینو وژنه یو ښکاره جنایت دی.
نوموړي زیاته کړې چې په هغې شپه په بهسودو کې د هیڅ چا خلاف پوځي عملیات نه وو پلان شوي.
صالح نن دوشنبه (د وري ۲مه نېټه) پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي: “ددې جنایت ترسره کونکی او یا ترسره کونکي باید سزا وویني.پر هلیکوپتر ډزې هغه هم د شپې په تیاره کې مرموز جنایت دی. دې جنایت ته قومي رنګ ورکول غلط او له ریښې بې اساسه کار دی.”
هغه زیاته کړې چې هیڅکله امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د کوم قوم او سیمې پر ضد د اقدام ښکاره او پټ امر نه دی شوی.
نوموړي زیاته کړې چې ټول جریان یې له نژدې څارلی او په وینا یې په دغه پېښه کې د وژل شوو کسانو له کورنیو سره لیدلي دي.