Home » افغانستان » افغان ولسمشر یو ځل بیا د موقت حکومت له وړاندیزونو سره مخالفت وکړ
رویداد خبري آژانس
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني

افغان ولسمشر یو ځل بیا د موقت حکومت له وړاندیزونو سره مخالفت وکړ

افغان ولسمشر محمد اشرف غني یو ځل بیا د موقت یا لنډمهاله حکومت له وړاندیزونو سره په کلکه مخالفت څرګند کړ.

ښاغلی غني وایي، نړیوال‌یې هره ورځ د نظام په پلوي خبرې کوي او په خبره‌یې تر هغو چې ژوندی وي، چاته به د موقت حکومت اجازه ورنه‌کړي.

محمد اشرف غني پرون شنبه د وژل شویو امنیتي او دفاعي سرتېرو له یو شمېر کورنیو او د جګړې د لومړۍ کرښې له ځینو سرتېرو سره د خبرو پر مهال وویل، د موقت حکومت په اړه به د چا فشار ته تسلیم نه‌شي او د جمهوریت له نظامه به دفاع کوي.

ښاغلي غني زیاته کړه: “په دې باور ولرئ، تر هغو چې زه ژوندی یم، دوی به د موقت حکومت مخ ونه‌ویني، زه د هغو ونو له ډلې نه‌یم چې د شمال په مقابل کې کږه شم، هغه هم داسې حال کې چې د ولس اراده وي او تاسې غوندې ژمن افسران ولرو، دا د ذهنونو د مغشوشولو لپاره دي، امنیتي او دفاعي ځواکونه مو ورځ تر بلې پیاوړې کېږي.”

ښاغلي غني له دې وړاندې هم د خپل نظام او په ټوله کې د جمهوریت ننګه کړې او ویلې یې دي، د سولې په خبرو کې به هم په نظام او ولسواکۍ معامله نه‌کېږي.

د نوموړي یو شمېر مخالفین له هغې ډلې طالبان بیا وایي، د سیاسي جوړجاړي یوه لاره دا ده چې محمد اشرف غني واک پرېږدي.

شاوخوا درې اوونۍ وړاندې د طالبانو د قطر دفتر مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي مسکو ته د سفر پر مهال ویلي و چې “د سولې اصلي خنډ د محمد اشرف غني اداره ده”.

ده هغه مهال خبریالانو ته وویل، “که اشرف غني له جنګه لاس واخلي او ووايي چې استعفا ورکوم موږ يوه نوي حکومت ته حاضرېږو”.

په قطر کې له څه باندې یوې میاشتې راهیسې پیل شوې بین‌الافغاني خبرې په ټپه درېدلې دي.

طالبانو ویلي، دوی به مناسب وخت کې بېرته دغو خبرو ته ستانه شي.

د سولې خبرو کې دغه ځنډ وروسته له هغه راغی چې امریکا کې د جو بایډن په مشرۍ د نوي حکومت څو چارواکو وویل، له طالبانو سره د دوحې تړون له سره ارزوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...