Home » افغانستان » افغان ولسمشر: پاکستان دې د تېرو لسیزو سیاست ته تغیر ورکړي
رویداد خبري آژانس
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني

افغان ولسمشر: پاکستان دې د تېرو لسیزو سیاست ته تغیر ورکړي

ولسمشرغني وایي پاکستان دې د تېرو لسیزو سیاست ته بدلون ورکړي او افغانستان د یو خپلواک او سرلوړي هیواد په توګه ومني.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن شنبه (د کب۱۶مه نېټه) د ملي شورا د ۱۷ مې تقنیني دورې درېیم کال پرانیست غونډه کې وویل، چې پاکستان دې ریښتینې سولې ته راشي او د دوو دولتونو او ملتونو په توګه سره مثبت ګامونه پورته کړي.

نوموړي دغه راز وویل پر دیني علماوو، ژورنالستانو، مدني فعالانو، حقوق بشر، فعالو ښځو او په دولتي کارمندانو حملې ددې ملت په اوس او په راتلونکي حمله ده. نړیوالي اعلامې او د دوی اساسي قانون د وګړو فردي حقوق خوندي کړي اما ۴۲ کاله کیږي چې خلک د خپل اساسي حق چې په سوله کې ژوند دی محروم دي.

افغان ولسمشر د ملي شورا د ۱۷ مې تقنیني دورې پرانیست غونډه کې زیاته کړه:” طالبانو ته زما پیغام دا دی، هېڅوک په وېرې او ګواښ د افغانانو غږ نشي ټيټولی، تاسې باید د افغانانو غږ واورئ او دوی له جګړې ستړي دي، تاسې پر خپلو ژمنو ودریږئ او د سولې خبرو کې ژر مثبتې پایلې ته ورسیږئ.”

ولسمشرغني وویل چې د سولې په اړه به هېڅ پرېکړه ولس سره له سلا مشور پرته ونکړي. د سولې هره پرېکړه چې له دقت پرته او په عجلې شوې، له ماتې سره مخامخ شوې.

ولسمشرغني په دغه غونډه کې وویل:” زه په دې ویاړم چې د افغانستان دفاعي او امنیتي قواو خادم یم. دا قواوې په سیمه کې مثالنه لري. د افغانستان امنیتي قواوې هېڅ‌ وخت دومره غیرسیاسي، غیرقومي، مسلکي او مجهزې نه وې.

نوموړي زیاته کړې، څلویښت زره خاص او کومانډو قوه اوس د دفاعي او امنیتي قواو په چوکاټ کې فعالیت کوي.

ولسمشر په خپلو خبرو کې یو ځل بیا واک ته د رسېدو لپاره پر ټاکنو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې ټاکنې د ولس مسلم حق دی او د ولس په دې حق به هېڅ راز معامله ونشي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان ولسمشر محمد اشرف پرون پنجشنبه د اېکو سازمان سرمشریزې ته په خپله وینا کې وویل که افغانستان کې د سولې لپاره د خبرو روان بهیر ناکامه کېږي نو پاکستان ته به یې د بل هر هېواد پرتله ډېر زیان رسېږي.

نوموړي تېره ورځ زیاته کړې، چې‌ پاکستان په افغانستان ته تلپاتې سولې راوستلو کې مهم رول لوبولی شي.‌

افغان ولسمشر ویلي، د افغانستان د راتلونکي خوندي کولو لپاره باید نړیوال او سیمه ییز تضمین موجود وي. هغه زیاته کړه چې اوس د یو سیاسي جوړجاړي له لارې افغانستان ته د سیاسي ثبات راوستلو طلایي فرصت دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...