ولسمشر غني وایي د ځواکونو د حضور په اړه د ناټو پرېکړه کولی شي د سولې بهیر چټک کړي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي ددې اړتیا ده چې ناټو په افغانستان کې د یوه سیاسي جوړجاړي لپاره په خپلو پرېکړو کې دقیقه وي.
د ولسمشر په خبره، د ځواکونو د پاتې کېدو پرېکړه کول به ددې سبب شي چې طالبان د سولې بهیر چټک کړي او په دې توګه په افغانستان کې څلوېښت کلنه جګړه ختمه کړل شي.
نوموړي په خپله تازه مرکه کې دا نه دي ویلي چې په افغانستان کې څومره ځواکونو ته اړتیا ده، خو وایي دا کچه باید د جګړې په شدت پورې وتړل شي.
افغان ولسمشر همدا راز ویلي چې نړیوال باید په لا ډېر انسجام او لا ډېره همکارۍ په افغانستان کې روانه اوږده جګړه ختمه کړي او په وینا یې حکومت یې د سولې ملاتړی دی او د رښتینې سولې او ثبات د راتګ لپاره سترو قربانیو ته هم تیار دی.
دا په داسې حال کې ده چې ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ دوه ورځې وړاندې (د کب ۳ مه نېټه) له افغان ولسمشرغني سره د ټیلیفوني خبرو پر مهال وویل، چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو مشورې روانې دي، خو لا کومه پرېکړه نهده شوې.