Home » افغانستان » افغان ولسمشر:اوسنۍ جګړه طالبانو د پردیو د ګټو لپاره روانه کړې ده
رویداد خبري آژانس
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني

افغان ولسمشر:اوسنۍ جګړه طالبانو د پردیو د ګټو لپاره روانه کړې ده

افغان ولسمشرمحمد اشرف غني نن شنبه (دچنګاښ ۱۹مه نېټه ) د خوست هوایي ډګر د پرانیستې مراسمو کې د خبرو پر مهال وویل چې امریکایان یې په عزت له افغانستان و ایستل او دوه کاله مخکې یې له امریکایي حکومت د امریکايي سرتېرو د وتلو غوښتنه کړې وه.

ولسمشر غني همدا راز وویل چې اوسنۍ جګړه طالبانو د پردیو د ګټو لپاره روانه کړې ده او په خبره یې که جګړه دوام کوي ټول مسوولیت یې پر طالبانو دی.

هغه زیاته کړې چې د طالبانو د ملاتړ، تمویل او روزنې ځایونه معلوم دي او ددې وخت دی چې دغه ډله د خپلو خلکو له وژلو او خپل هېواد له ورانولو لاس واخلي.

نوموړي ویلي طالبان دې د نورو نوکري پرېږدي، له ولس سره دې ژمنه وکړي چې د بل لپاره جګړه نه کوي، ډیورنډ فرضي کرښه نه مني او د هېواد د جوړولو لپاره دې سوله وکړي.

ولسمشر غني همدا راز د خپلو خبرو پر مهال پر ټول ولس غږ وکړ چې سره یو لاس شي او د نظام د ساتلو لپاره هڅې وکړي.

دده په خبره که افغانان په اوس کې ژوند و نه کړي، د نظام د ساتلو لپاره سره یو لاس نه شي، یووالی ونه ساتي نو راتلونکو نسلونو ته به ملامت وي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...