بامیان ولایت رسنیز دفتر وایي د افغان غر ختوونکو ټیم اتو نجونو د بابا غره شافولادي څوکه د دویم ځل لپاره فتحه کړه.
د دغه ولایت دفتر په اعلامیه کې راغلي، په دې ټیم کې عاقله هاشمي، فاطمه سلطاني، زهرا کریمي، حسینا حسینزاده، مبارکه محمدي، اژیناجهانبین، مرضیه مهاجر او ریحانه محمدي شاملې وې.
د مالوماتو پر بنسټ، دغه اته کسیزه ټیم د ثور میاشتې په ۲۳مه وتوانېدل چې د بابا غره لوړې څوکې ته ورسېږي.
د یادولو ده چې تر دې وړاندې هم د یاد ټيم دوو لوبغاړو د افغانستان تر ټولو لوړه څوکه نوشاخ فتحه کړې وه.
د بابا غره شاهفولادي څوکه د افغانستان یو له لوړو څوکو څخه شمېرل کېږي چې د سمندر له سطحې څخه شاوخوا ۵۱۴۰ متره لوړوالی لري.
همدا څو ورځې دمخه هم یاده څوکه د نازیمه خیرزاد او تمنا جهان په نوم د دوو افغان نجونو لهخوا فتحه شوې وه.