Home » افغانستان » افغانستان لومړۍ لوبه له یوګاناډا وګټله

افغانستان لومړۍ لوبه له یوګاناډا وګټله

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۴ کال شل اوریز نړیوال جام په لومړنۍ لوبه کې یوګاناډا ته په ستر توپیر ماتې ورکړه.

په (سي) ګروپ کې د افغانستان لومړنۍ لوبه د یوګانډا پر وړاندې وه، چې د ۱۲۵ منډو په توپیر افغانستان وګټله.

افغان لوبډلې په نننۍ سیالۍ کې لومړی توپوهنه وکړه، د ټولو ۲۰ اوورنو له لوبې وروسته یې پنځه وېکټې له لاسه ورکړې، ۱۸۳ منډې یې وکړې او یوګانډا ته یې د ۱۸۴ منډو هدف وټاکه.

یوګانډا لوبډلې بیا د ۱۶ منډو په لوبه کې ۵۸ منډې وکړې او ټول لوبغاړي یې وسوځېدل.

فضل حق فاروقي د افغانستان له لوري تر ټولو کامیاب بالر ثابت شو، چې یوازې د نهو منډو په بدل کې یې پنځه وېکټې ترلاسه کړې.

راشد خان او نوین الحق دوې، دوې او مجیب الرحمان یوه وېکټه ترلاسه کړه.

د یوګانډا لوبې پیل ښه نه و او د لوبې تر اتم اوور پورې یې یوازې د ۲۸ منډو په بدل کې پنځه لوبغاړي له میدانه بهر شول. له دې پنځو لوبغاړو یو هم ونه توانېد د خپلو منډو شمېر دوه عدده کړي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...