Home » افغانستان » افغانستان د ۱۰ منډو په توپیر له ایرلنډ دویمه شل اوریزه سیالۍ وګټله

افغانستان د ۱۰ منډو په توپیر له ایرلنډ دویمه شل اوریزه سیالۍ وګټله

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د نړیوالې شل اوریزې لوبلړۍ دویمه لوبه له ایرلنډ لوبډلې د ۱۰ منډو په توپیر ګټلې ده. 

دا لوبه تېره شپه (یکشنبه، د کب ۲۷ مه) د متحده عربي اماراتو په شارجې لوبغالي کې وشوه.

په دې لوبه کې لومړی توپوهنه افغانستان پیل کړه او په ټاکل شویو شلو اورونو کې یې د نهو لوبغاړو په سوځېدو ایرلنډ ته ۱۵۲ منډې هدف کېښود.

د ایرلنډ ملي لوبډلې بیا په ټولو شلو اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۲ منډې وکړای شوې.

د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د شل اوریزو سیالیو لومړۍ لوبه ایرلنډ د ۳۸ منډو په توپیر له افغان لوبډلې ګټلې وه.

ټاکل شوې چې روانې لوبلړۍ درېیمه او وروستۍ لوبه نن دوشنبه د حوت ۲۸مه د شپې مهال وشي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...