افغانستان او پاکستان هوکړه کړې چې د سوداګرۍ پراختيا په موخه دواړه لوري د ټرانزېټ په برخه کې د يوه او بل له خاورې په ازاده ډول ګټه پورته کولی شي.
د پاکستان لومړي وزير عمران خان سلاکار عبدالرزاق داوود په نن چهارشنبه د (کب په ۱۸مه) خپل ټوېټر کې لېکلي، د يادې هوکړې پر بنسټ د روانې مارچ مياشتې له ۲۱مې سره سم به پاکستانۍ بار وړونکې لارۍ افغانستان او د افغانستان بار وړونکې لارۍ پاکستان ته په ازاده توګه دننه شي.
نوموړي ويلي، پاکستاني لارۍ کولی شي چې په کووټه او پېښور کې د افغانستان له قونسګريو دې هېواد ته د داخلېدو اجازهليک ترلاسه کړي او دغه راز افغاني لارۍ په کابل کې د پاکستان له سفارت او په کندهار کې د دغه هېواد له قنسلګرۍ اجازهليک ترلاسه کولی شي.
دغه تړون داسې مهال شوی چې افغان سوداګر تل د پاکستان په خاوره کې له ټرانسپورټي ستونزو سره مخ وو.