ټاکل شوې نن پنجشنبه د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د بنګلدېش لوبډلې پر وړاندې د شلاووريزو لوبلړۍ لومړۍ لوبه ترسره کړي.
د افغانستان کرکټ بورډ چارواکي وايي، د شل اووريزو لوبو لپاره ملي لوبډلې پوره چمتووالی نيولی او ډاډ څرګندوي چې افغان لوبډله به په دې لوبو کې ښه وځلېږي.
د افغانستان او بنګلدېش کرکټ لوبډلو ترمنځ د درېيو يو ورځنيو سيالیو لوبلړۍ پايته رسېدلې چې له ډلې يې دوې لوبې بنګلدېش او يوه بيا افغان لوبډلې په خورا لوی توپير ګټلې ده.
د يو ورځنيو لوبلړۍ له پايته رسېدو سره، پرون د افغانستان کرکټ يو شمېر ملي لوبغاړي بېرته هېواد ته راستانه شول او د هېوادوالو له لوري يې تود هرکلی وشو.
ټاکل شوې چې نننۍ شل اووريزه لوبه د افغانستان پر وخت د ماسپښين شاوخوا ۲نيمي بجې پيل شي.