Home » افغانستان » اشرف غني: د نظام د سقوط پړه د امريکا او د جمهوريت د شريکانو په غاړه ده

اشرف غني: د نظام د سقوط پړه د امريکا او د جمهوريت د شريکانو په غاړه ده

د افغانستان مخکينی ولسمشر محمد اشرف غني چې په يوه تازه ويډيويي مرکه کې يې د ولسمشر د حقوقي موقف ادعا کړې ويلي، چې د تېر ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵مه له کابل څخه تر وتلو وړاندې د جمهوريت پر سر معاملې شوې وې.

نوموړي که څه هم واضيع ونه ويل؛ خو ظاهرا يې د يادې معاملې په اړه اشاره په دوحه کې د امريکا او طالبانو ترمنځ هوکړې ته وه او په خبره يې دی هغه وخت له کابل څخه وتلو ته اړ شو، چې ملي دفاع وزارت، په کابل کې د امريکا سفارت او دغه راز د ملي امنيت عمومي رياست اړوند صفري قطعې تخليه شوې وې.

اشرف غني د ABN په نوم له يوې افغانې رسنۍ سره په مرکه کې، د جمهوريت د سقوط مسووليت امريکايي چارواکو او د خپل حکومت ځينو شريکانو ته راجع کړی دی.

په مرکه کې مخکينی ولسمشر ادعا کوي، چې د اساسي قانونو له مخې ولسمشر دی او تر هغې به ولسمشر وي، څو چې خلکو په قانوني توګه واک بل کس ته نه وي لېږدولی.

اشرف غني د خپلې مرکې پر دوام د افغانستان سولې لپاره د مريکا پر ځانګړي استازي زلمي خليلزاد، پخواني ولسمشر حامد کرزي او د خپل حکومت پر شريک عبدالله عبدالله هم نيوکې کړي.

نوموړي د سولې په پرسه کې خليلزاد پر بې‌کفايتۍ تورن کړی او پر حامد کرزي يې هم ورته نيوکې وکړي دي. غني؛ عبدالله عبدالله بيا د جمهوري نظام د ستنو پر کمزوري کولو تورن کړی او زياته کړې يې ده چې د نوموړي د ناسمو کارونو له امله جمهوريت کمزوری شو.

اشرف غني د طالبانو اوسنۍ حکومتولۍ په اړه هم نظر څرګند کړی او ويلي يې دي، چې د طالبانو مشر ملا هبت‌الله هغسې واک او اختیار نه لري لکه څنګه چې د دې ډلې پخواني مشر ملا عمر درلود.

نوموړي زياته کړې، چې په اوسنۍ بڼه د طالبانو مخکې تګ د افغانانو ترمنځ ملي يووالی زيانمنوي او هېواد ناسم لوري ته وړلی شي. غني زياته کړه چې پاکستان دامهال په کابل کې پر واکمنو طالبانو فو‌ق‌العاده اغېز او اثر لري.

غني يو وار بيا څرګنده کړه چې له هېواد څخه له وتلو يې موخه او هدف دا و، څو د پخواني ولسمشر  ډاکټر نجيب‌الله پر وړاندې د تاريخ د تکرار مخه ونيسي او د خلکو هغه امانت چې نوموړي ته يې د ولسمشر په توګه ورکړی، خوندي وساتي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...