Home » افغانستان » اسټراليا: د افغانانو د ملاتړ لپاره له ملګرو ملتونو سره ګډ کار کوو

اسټراليا: د افغانانو د ملاتړ لپاره له ملګرو ملتونو سره ګډ کار کوو

د اسټراليا چارواکي خبر ورکوي چې په افغانستان کې د خپلو هڅو د همغږي کولو او دغه راز د ياد هېواد اړوند نور مسايلو په اړه يې د ملګرو ملتونو له چارواکو سره لېدنې او کتنې کړي دي.

د افغانستان لپاره د اسټراليا لنډمهالي ماموريت په دې اړه خپل ټوېټر کې لېکلي، چې د اسټراليا چارواکو نن يک‌شنبه د (مرغومي په ۲۶مه) په دوحې کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې دېبورا لاينز سره ليدلي دي.

په ټوېټ کې زياته شوې چې د يادې لېدنې پرمهال د د واړو لوريو ترمنځ د افغانستان اوسني وضعيت په اړه ګټور بحث او خبرې شوي.

که څه هم د افغانستان لپاره د اسټراليا لنډمهالي ماموريت د يادې لېدنې په اړه جزيات نه دي خپاره کړي، خو ډاډ يې ورکړی چې اسټراليا له ملګرو ملتونو سره د افغانانو د ملاتړ په موخه له نږدې کار کوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...