د اسلامي همکاريو سازمان يا OIC په افغانستان کې د وروستيو سيلابونو له امله د پېښو شوو مالي او ځاني زيانونو په اړه خواشيني ښودلې او د بېړنيو مرستو سپارښتنه يې کړې ده.
دې سازمان پرون سېشنبه ناوخته د (وږي په اوله) په دې اړه خپره کړې اعلاميه کې ويلي، چې د افغانستان مرکزي سيمو په شمول ختيځې او سويلي سيمې د زياتو اورښتونو او سيلابونو راوتو له امله زيانمنې شوي.
د اعلاميه له مخې، د يادو زيانونو په ترڅ کې د خلکو د اوسيدنې کورونه او اساسي بنسټونه وېجاړ شوي او له همدې کبله زرګونه زيانمن شوي افغانان بېړنيو مرستو ته اړتيا لري.
د اسلامي همکاريو سازمان له خپلو غړيو هېوادونو غوښتي، چې په دغسې سختو حالاتو کې له افغانانو سره بېړنۍ مرستې وکړي.
د طبيعي پېښو ته د رسيدنې په چارو کې د دولت وزارت د مالوماتو له مخې، د وروستيو اورښتونو او سيلابونو له امله ۱۷۰ تنه مړه شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.
د هوا پېژندنې ملي ادارې هم په خپله وروستۍ وړاندوينه کې د راتلونکو دوو ورځو پر مهال په ۱۹ ولايتونو کې د اورښتونو او سيلابونو د راوتو اټکل کړی دی.
د يادې ادارې د مسوولانو په خبره په دې ولايتونو کې نورستان، بدخشان، تخار، لغمان، کونړ، ننگرهار، کاپیسا، پنجشېر، بغلان، پروان، کابل، میدان وردګ، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني، ارزګان او زابل شامل دي.