ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک یو جګپوړی قوماندان، محمد رضا زاهدي، پرون دوشنبه (د وري۱۳مه) په دمشق کې د دغه هېواد د قونسلګرۍ پر ودانۍ د اسراییلو په هوايي برید کې وژل شوی دی.
د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا لیکلي چې زاهدي د سپاه پاسداران یو له جګپوړو قومندانانو څخه و او په خپله دنده کې یې د سپاه پاسداران د ځمکنیو ځواکونو د قومندان، د سپاه پاسداران د هوايي ځواک د قومندان او د سپاه پاسداران د عملیاتو د مرستیال په توګه دندې ترسره کړې دي.
په سوریه کې د ایران سفیر ویلي، چې په دغه برید کې د سفارت د یو شمېر کارکوونکو او پوځي سلاکارانو په ګډون له پنځو تر اوو کسانو پورې وژل شوي دي.
هغه دا هم ویلي چې د مرګ ژوبلې کره شمېره او د وژل شويو کسانو نومونه به وروسته اعلان شي.
بلخوا په ایراني رسنیو خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې د دغه برید له امله د دغه هېواد د قونسلګرۍ ودانۍ ویجاړه شوې ده.
بلخوا د سوریې دفاع وزارت دغه برید غندلی او ویلي یې دي چې لا هم د وژل شویو او ټپیانو د را ایستلو لړۍ روانه ده.
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم په سوريه کې د اسرایيلو په هوايي بريدونو کې د ايران د سپاه پاسداران يو شمېر قوماندانان وژل شوي وو.