Home » افغانستان » استخباراتو رياست: پروان کې د برېښنا پايو د وېجاړولو عاملان نيول شوي

استخباراتو رياست: پروان کې د برېښنا پايو د وېجاړولو عاملان نيول شوي

د استخباراتو عمومي رياست خبر ورکړی چې د استاذ خالد په نوم د يوه کس په مشرۍ د داعش ډلې اړوند ۴ کسيز هغه ګروپ يې نيولی، چې په پروان کې يې د برېښنا پايې الوځولې.

دې رياست نن يک‌شنبه د (زمري په ۲مه) خپل ټوېټر کې د يوې وېډيو په خپرولو سره ويلي، دا ګروپ يې د کشفي مالوماتو پر بنسټ د يو لړ عملياتو په ترڅ کې داسې مهال نيولی، چې غوښتل يې يو وار بيا د پروان-کابل د برېښنا پايې والوځوي

د استخباراتو رياست د مسوولانو په خبره، دې نيول شوو کسانو پر خپل جرم اعتراف کړی. مسوولان زياتوي، چې د نوموړي ګروپ غړي د خواله رسنيو له لارې سره په اړيکه کې وو او د برېښنا پايو د وېجاړولو په موخه به يې بريدونه پلانول.

د استخباراتو رياست له لوري په خپرو شوو مالوماتو کې ويل شوي، چې له دې کسانو څخه ۲۵ کړۍ ماينونه، د موټر يو شمېر نمبر پليټونه، لاسي بمونه، مبايلونه او څو ميله توپانچې او کلاشينکوف هم ترلاسه شوي دي.

دا کسان داسې مهال نيول کېږي، چې موده وړاندې د پروان په سالنګ ولسوالۍ کې د برېښنا درې پايې په بمونو الوځول شوې وې او له امله د څو ورځو لپاره په ځينو ولايتونو کې د برېښنا جريان پرې و.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...