Home » سیمه او نړی » اروپا د روسيې حکومت مخالف سياستوال اليکسي نوالني ته جايزه ورکوي

اروپا د روسيې حکومت مخالف سياستوال اليکسي نوالني ته جايزه ورکوي

د اروپا پارلمان اعلان کړی چې د روسيې حکومت او د دغه هېواد د ولسمشر ولاديمير پوتين سرسخت مخالف اليکسي نوالني د سخاروف جايزې چې د بشري حقونو لپاره د مبارزې په برخه کې د اروپا تر ټول لويه جايزه ده، ګټونکی دی.

د جايزې ګټونکي په توګه د نوالني په باب دا پرېکړه د اروپا پارلمان له پرونۍ غونډې وروسته شوې ده. د يادې جايزې لپاره د سياسي ګوندونو او بهيرونو مشران نوماندېږي چې د اورپا پارلمان له لوري يې په بشري برخه کې د فعاليتونو تر اروزولو وروسته په اړه پرېکړه کېږي.

اليکسي نوالني ته به دغه جايزه د اروپا پارلمان په راتلونکې غونډه کې چې ټاکل شوې د ډيسمبر په ۱۵ به ترسره شي ورکړل. خو دا چې دامهال نوموړی په روسيه کې د بند ورځې شپې تېروي، اروپايي پارلمان نه ده واضېح کړې د خپلې راتلونکې غونډې پرمهال به دغه جايزه څه اليکسي نوالني ته ورکوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...